IQNA

داسې ملت چې سترې امپراتوریانې یې په ګونډو کړې/ یمن به ولې  ماتي ونه خوري؟(مقاله)

14:29 - January 16, 2025
د خبر لمبر: 3490481
ایکنا - د عربي نړۍ مشهور شناندي او خبریال عبدالباري عطوان زیاته کړه: د صهیونیسټ رژيم غلطۍ دا وه چې هڅه یې وکړه چې یمن له نیواکي فلسطین څخه په دوه زره اته سوه کلومیټره واټن لرلو سره نیغ په نیغه ټکر بدل کړي او هڅه وکړي د عربو رژیمونه د صهیونیسټ رژیم د نقشو او پلانونو پراساس د نوي سیمې د رامینځته کولو لپاره د تیریو او د نیواکګرۍ په ملاتړونو حکومتونو بدل کړي.

 

پارس ټوډی – د عربو نړۍ یوه مشهور شناند عبدالباري عطوان د امریکا ، د بریتانیا او د صهیونیسټ رژیم د درې اړخیزه ائتلاف پرضد بریالیتوب کښې د یمن د خلکو بې ساري بریا ته په اشارې سره ولیکل د یمن خلک به هیڅکله تسلیم نشي.

عبدالباري عطوان د «رای الیوم» ورځپاڼې په اینټرنیټ سایټ کښې په خپلې نوي مقالې کښې د یمن د ولس لخوا د غزې د ملاتړ په بندولو کښې د امریکا ، د بریتانیا او د صهیونیسټ رژیم د درې اړخیزه ائتلاف ماتي ته په اشارې سره ولیکل: د یمن په تاریخ، ملت او مشرانو کښې یوه بې ساري او اتلواله بریا دا ده چې هغه  د دوې کرامت، زړورتیا او ایمان نندرې ته وړاندې کوي، البته دا کومه نوي خبره نه ده او هغه کسان چې له یمن او د دغه هیواد د ملت له اصالت سره بلدتیا ولري نو د یمن د خلکو ډیر بریالیتوبونه ویني.

پارس ټوډی ویب سایټ راپور  ورکړی دی، د عربي نړۍ مشهور شناندي او خبریال عبدالباري عطوان زیاته کړه: د صهیونیسټ رژيم غلطۍ دا وه چې هڅه یې وکړه چې یمن له نیواکي فلسطین څخه په دوه زره اته سوه کلومیټره واټن لرلو سره نیغ په نیغه ټکر بدل کړي او هڅه وکړي د عربو رژیمونه د صهیونیسټ رژیم د نقشو او پلانونو پراساس د نوي سیمې د رامینځته کولو لپاره د تیریو او د نیواکګرۍ په ملاتړونو حکومتونو بدل کړي.

د عربو نړۍ شناند عبدالباري عطوان په راتلونکي کښې د یمن د ملاتړي جبهې پراخیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ: دغه جبهه د قدرت ټول اوزارونه په لاس کښې لري او د یمن مشران او ملت د نفس د عزت ، د اخلاقو او د عدالت ارزښتونه لري.

د یمن خلک د تاریخ په اوږدو کښې چې هر جنګ ته ورګډ شوي دي نو په بریالیتوب سره ترې وتلي دي او سترو امپراتوریانو ته یې ماتي ورکړي ده، نو ځکه خو مونږ ډاډمن یوو چې صهیونیسټ رژیم هم له دغه قاعدې مستثنی نه دی یعني د یمن خلک به صهیونیسټ رژیم ته هم ماتي ورکړي.

عبدالباري عطوان د یمن د انصار الله غورځنګ او د دغه غورځنګ ولسي اډانۍ پرضد د صهیونیسټ رژيم ګواښونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ دغه ګواښونه هیڅ نتیجه نه ورکوي او یوازې د یمن د ځواکونو او د دوې د غږ ورهاخوا توغندیو او د دوې د پرمختللیو بې پایلوټه الوتکو په وجه د صهیونیسټ رژیم په ویرې او ډار او لالهاندۍ باندې د سرپوښ د کيښودلو لپاره ترسره کیږي او د یمن ځواکونه د نیواکي ټاټوبو په داخل کښې بریدونه کوي او د دغه رژيم وسیدونکي یې ویرولي دي او څه د پاسه څلویښت لکه صهیونیسټان یې د ځمکې لاندې پناه ځایونو ته پناه وړلو ته مجبوره کړي دي.

د عربي نړۍ مشهور  شناند عبدالباري عطوان د اسرائیلو د شلو جنګي الوتکو په ګډون سره په یمن باندې د امریکا ، بریتانیا او د صهیونیسټ رژیم د تیرې جمعې ورځې پراخو  حملو ته په اشارې سره چې د شپږو کسانو د شهادت او د لسګونو نورو د ژوبلیدا سبب شوي ټینګار وکړ دا په دې سویه پینځمه حمله ده چې سبب شوي ده صهیونیسټ رژيم د یمن د ځواکونو د چټک او د پراخ غبرګون د ښودلو د اټکل په نتیجه کښې له ویرې او ډار سره مخ شي.

دغه ویره او ډار په سور سمندر، عربو سمندر او هند اوقیانوسیې کښې د امریکا او د بریتانیا په جنګي بیړیو او په الوتکو وړونکو بیړیو باندې د یمن د ځواکونو په پراخو حملو سره نور هم زیات شوی دی.

عبدالباري عطوان ډاګینه کړه د صهیونیسټ رژيم شرایط یوازې په مادي تاواونو سره نه سنجول کیږي بلکې رواني او معنوي تاوانونه یې ډیر خطرناک دي، ځکه چې صهیونیسټي ټولنه ماتیدونکی ټولنیز جوړښت لري او د طوفان الاقصی له عملیاتو وروسته د صهیونیسټ رژیم پوځي او استخباراتي برترۍ هم له مینځته تللي ده.

عبدالباري عطوان د خپلې مقالې په پاې کښې ډاګینه کړه: یمن به تسلیم نشي

د یمن خلک په خپل دولس زره کلن تاریخ کښې په خپلې تاریخي مخینې کښې د ماتي خوړلو یا د تسلیمدا په نوم هیڅ شی نلري.

مونږ د یمن تاریخ او د هغه د ملت قدرت پیژنو او ډاډمن یوو چې د یمن د ملت پایدارۍ او ایمان به اسلامي مت ته د کرامت ، د اطمینان او د بریالیتوب د ستنیدا لپاره یوه سریزه وي او د غزې خلک به د خپلې پایدارۍ په دوام سره د بریالیتوب خوند وڅښي.

د یمن ځواکونه ژمن شوي دي تر هغه وخته چې صهیونیسټ رژيم په غزې تړانګې باندې خپلې حملې بندې نکړي د صهیونیسټ رژيم په مرکزونو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

نوی خبر دا چې پرون په چهارشنبې ورځی یعني د دوه زره پینځویشتم میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په پینځلسمه نیټه د اسرائیلو د نیواکګر رژیم او د فلسطین د حماس غورځنګ ترمینځ د ځینو هیوادونو په مینځګړیتوب سره د اوربند موافقه لاسلیک شوي ده چې له راتلونکي یکشنبې ورځې څخه به اجرا شي.

https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i156408

captcha